FANDOM


زما ليمو خو د رڼو اوښکو نه زنګ اخيستى
ستا اننګو زما د زړه د وينو رنګ اخيستى

دشپون د نرمې شپېلۍ غږ خو سر درې لړزوي
کوترو غو مبر د رباب له خواږه ترنګ اخيستى

سپينه سپوږمۍ پرې شرمومه چې بيانه ځلېږي
دحسن خيردې په کچکول کې ما ملنګ اخيستى

يار مې کافر دى سر سايه صدقه نه پيژني
ذکات د شونډو مې والله ورنه په جنګ اخيستى

ليچې دې ماتې شه د ګلو کبر جنې لښتې
د سر په بيه مې دا ستا د بنګړو شرنګ اخيستى

د چا به سرې شونډې خوښيږي د چا سپين مخونه
” تړون “ د زړه په مينه ښکلي غنم رنګ اخيستي

کونړ – ١٨ – ٩ – ١٣٧٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki