FANDOM


زما يقين دى زه به بيا دجنګ ميدان ګټمه

زمايقين دى زه به بيا پښتونستان ګټمه

زما يقين دى زه به بيا جېلم ته لار پيدا كړم

زمايقين دى زه به بيا لوى خراسان ګټمه

زه به په زوره دتورخم زنځير اټك كې جوړ كړم

ځكه پښتون يم زه به بېرته خوشحال خان ګټمه

تاريخ ګوا دى ما په هند كې بادشاهي كړې ده

ما دمغلو په سرونوواكداري كړې ده

دغه سور مخي او تور مخي خو لا اوس پيدا شول

د دوى پلرونو مونږته مخكې سلامي كړې ده

دا چې هر څوك دلته راغلي نو غره دې نه شي

هر يو افغان د مېلمه ښه مېلمه داري كړې ده

ګورئ كه يو ځل مې دا پام ورته په بله واوخت

قسم په خداى كه بيا يوه شپه رانه تېره كاندي

دا دمغرب د بې سرپوخه ولسونو خلك

دلته د عمر تېرېدو خبر دې هېره كاندي

زما بادشادې شي ډاډه زما په مټو باندې

وېره له نورو ده له مونږ دې وركه وېره كاندي

كوم د سپينې ماڼۍ مشر ته يو سپينه خبر

تا د څلور ورځو ماشوم په څه ګنا وژلى

تا دې ورمېږ باندې دا خپل مذهب كتاب ووهي

اى ناروا دا دې په څومره ناروا وژلى

اى د نفرت او د ذلت جامه كې پټ شيطانه

ټوپك دې راكړ او سكه ورور دې په ما وژلى

ته اخلې خونددخنځير غوښونه ښورا جوړوې

راځې زما د هېواد ګوټ ،ګوټ كې وبا جوړوې

ما پېژنده نه په دې ټول عمر كې چې اېډز څه دى

ولې د خپلو مرضونو هډه دا جوړوې ناست

په ماڼۍ كې يې د خپل صحت سوچونه كوې

ځان ته زما له ونو بوټو نه دوا جوړوې

زه خو پښتون يم ته زما پوله پټى ولې

ته په مرمۍ باندې زما د سر پټكى ولې

زما په مرګ پسې دې تل ګوته ماشه كې ايښې

د تپوس ! نه شته څوك زما زوړ او ځلمى ولې

زما كوچيانو در ته هم ډاګونه ډك پرېښودل

ځكه ته ړوند يې ته رمې ولې كوچى ولې

كه خداى كول زه به ستا دوه ستر ګې لېمو نه باسم

كه دا مې ونه كړ بيا ځان له پښتنونه باسم

خېر دى كه څوك مې لېونى بولي نا دان مې بولي

زه به دا خاوره له منګولو د پردونه باسم

خېر دى كه نن زماد تن كميس له سره باسې

كه وخت يې راغى زه به ستا كميس پښونه باسم

نرتوب دې ماته دى ښكاره چې څومره نر ښكارېږې

په رڼا ورځ زما له سيوري نه ټوپونه وهې

زما پياده ماشوم نه تښتې په زري موټر كې

په كوم قانون زما د امن ته سوچونه كوې

ته چې په خوا كې د ، وړې پټاقۍ ټس واورې

پړ مخې ولېږې په ځمكه بيا لوټونه وهې

ګورئ اخېر به داسې نر شي په دې خاوره پيدا

چې د يوې ، يوې قطرې وينې حساب واخلي

د مټ په زور به دې پړ مخې په تخته څملوي

سم تبرګى به درپسې لكه قصاب واخلي

په ژوندانه به دې يو،يو اندام له تنه بېل كړي

ته صبر وكړه چې ( نظير ) بېرته لږ تاب واخلي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki