زه هر ګوره نن د لوړو په حصار ځم
مثل نه لرم هیچیرې چې په شمار ځم
که مې خپله بلندي موجوده نه وي
لکه باد هسې د غرونو په کنار ځم
له وحدته چې په امر را بیرون شوم
د کثرت په ملکو هره خوا په ښکار ځم
دا د مینې ملک مې خپل کړ سر تر پایه
زه عاشق بندي د زلفو په هر تار ځم
د ناسوت په وهم ورک شوې عندلیبه
زه هغه ګل یم چې د مینې په بهار ځم
خپله مینه مې ښکاری تعلیم مې ورکړ
زه غرڅه په کړنګونو د کهسار ځم
ملکوت ګوره خاصان د سومعې کړم
همیشه د میخوارانو په بازار ځم
که آشنای مې چیرې ناز راباندې وکړي
دا مې نشته چې یمین ام که یسار ځم
که هر څو دا ستا د مینې وری دروند دی
ولی تل د خسته زړونو په کتار ځم
احمد شاه ته د زړه بورجل ته ګوره
بی ما څوک دی چې دا هسې په ګفتار ځم
وېشنيزه:احمد شاه بابا