Fandom

شعرونه

زه چې پرې ميين يم دا هغه افغانستان دی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دې کې يوسفزي اوسي دې کې احمدزي اوسي
دې کې دي خليل مومند دې کې اپريدي اوسي

چې هېر ېې له نامې نشم ماليار ېې باچا خان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه افغانستان دی

دې کې مموزي اوسي ، دې کې سدوزي اوسي
دې کې دي بدر ځاځي دې کې پوپلزي اوسي

ځار ېې د نامې نه شم ، سالار ېې احمد خان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه افغانستان دی

دې کې اورنګزي اوسي ، دې کې فورمولي اوسي
دې کې دي ساپي کړو ، دې کې دولتزي اوسي

ځار ېې له دې غرونو شم ، هر کاڼی ېې مرجان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه افغانستان دی

دې کې کړوخېل اوسي دې کې سلېمانخېل اوسي
دې کې دي خټک تڼي دې کې اتمانزي اوسي

ټول چې د يوه خوله اوسي کوربان ترې ملنګ جان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه افغانستان دی

دې کې وزيريان اوسي ، دې کې باجوړيان اوسي
دې کې دي هوتک اوريا دې کې ابراهيمخېل اوسي

ټول چې ترې کوربان دي نو ودان پښتونستان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه افغانستان دی

دې کې ماشوخېل اوسي دې کې اريوبزي اوسي
دې کې دي شينواري دې کې عليزي اوسي

ورک دې دا دښمن شي چې اغزی زموږ د پښو دی
زه چې پرې مين يم دا هغه افغانستان دی

دې کې خو بنګښ اوسي ، دې کې خو منګل اوسي
دې کې دي سالارزي دې کې ستانکزي اوسي

ټول دانه وانه دي نن لمسون د کوم شيطان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه افغانستان دی

Also on Fandom

Random Wiki