Fandom

شعرونه

زولنې ماتې شوې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څرنگه اسمانه د انسان کمال دي ولیدی

څرنگه د رنگ له سمندره سپین وتلای سي

څنگه یې په زړه کی د آذر هدیره ړنگه کړه

څنگه د پېړیو غټ بتان را نړولای سي

گوره چی قسمت یې مهار کړی دی په ځان پسي

گوره د ازل زولنې څنگه ماتولای سي

څرنگه په تشو لاسو جنگ ته د زمان ورځی

څنگه د سکروټو په دریاب کی تېرېدلای سی

ودې لیده څرنگه نړېږي د غرور څلي

څرنگه ماڼۍ له تشو چیغو لړزېدلای نه سی

وگوره چی طلسم د پېړیو دړي وړي سو

وگوره تقدیر هم د تدبیر پر لاري تللای سي

څرنگه اسمانه پر سینه دي دا لیکلي وه؟

کله د ملا په کتابونو کی راغلي وه؟

دا به د تقاش په تصور کی گرځېدلي وه؟

دا به چا په خیال کی یا په خوب کی هم لیدلي وه؟

څنگه زرکلني د قدرت بنگلې ورانی سي

څنگه په شېبه کی نوي خوني پرې وداني سي

ځکه ملایکو د آدم پښو ته سجده کول

تا یې په خټین وجود کی خپل کمال اغږلی وو

ځکه د ابلیس غرور ته گوري د انگار څپې

ستا د نازولي له سجدې یې سر پېچلی وو

تا چی په خپل لاس خپله هینداره ورته وبخښل

تاته له دنیا تر لا مکان پوری ښاغلی وو

ته خو پوهېدې چی دي له خپله نوره ښکلی کړ

تا یې په خپل لاس په خپل قلم تقدیر لیکلی وو

ته خو پوهېدلې چی رڼا به کړي تیاره نړۍ

نور د حق د نوم یې په قسمت کی رسېدلی وو

شرنگ د زولنو به لړزوي د بنگلو څوکي

دلته کوم هوښیار سړي همدغه خوب لیدلی وو

څو چی دا نړۍ وي د هوښیارو به خوبونه وي

څو چی هتکړۍ وي د یوسف به تعبیرونه وي

لمر د بېرنگی به پر اسمان باندی ختلی وي

وړانگو د سهار به د تور تم گرېوان څیرلی وي

بل به تر سهاره په تیارو کی څراغونه وي

هېري به له زړونو اندېښنې د تورتمونو وي

نه به هیوادونه اولسونه بتخانې لري

نه به باداران په زندانو کی زولنې لري

نه به پر مظلومو څوک تېغونه چلولای سي

نه به په بې وسو کی آسونه ځغلولای سی

نه به د چا کلي نه ښارونه ورانولای سي

نه به په ښادیو کې غمونه اورولای سي

نه به دا جهان چاته دوږخ چاته جنت وي

نور نه به زورورو پر کمزورو وي

بل کړی اور لمر د عدالت به پر جهان باندی ختلی وي

یو خالق به تور او سپین او هر رنگ ته منلی وي.


٢٠٠٨-٦-١١

Also on Fandom

Random Wiki