Fandom

شعرونه

زړه تنګي

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

غواړم له ژوند سره يو کار وکړمه

نور به نه ښکار شم نه به ښکار وکړمه

وايه چې څه وړ رياضت وکوم؟

چې دې شکي زړګي ته لار وکړمه

لکه د مار مې په زړه نېښ راکوي

پر کوم جانان چې اعتبار وکړمه

د ښکلو مينې نه توبه وباسم

خو دا ګناه تکرار تکرار وکړمه

لا خو ځواني ده لېونتوب دی شېخه

څنګه له څښلو نه انکار وکړمه؟

لکه ماشوم مې دا عادت پاتې دی

خپله ګناه، خپله اقرار وکړمه

هادي دا ژوند مې دومره تنګ کړي کله

وايم په خپل تندي ګوزار وکړمه

مارچ ۱۲، ۲۰۰۵ کال

سېډني

Also on Fandom

Random Wiki