FANDOM


زړه خو راته اوس ايله كار وكاته

ډېره موده پس يې چې يار وكاته

خپله چې راګورې هېڅ پروا نه شته

څه وشول كه ماهم يو وار وكاته

رانغله په مخه هغه ښكلې بيا

ما ورپسې كلى او ښار وكاته

ټوله ورځ مې تاپسې په شاكتل

تاچې په مړو سترګو سهاروكاته

نن خو په نظير خپله زړه وسېزه

نن دې ګرېوان څيرې تار وتار وكاته

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki