ويکي شعرونه
Advertisement



هغه يار د مينې بې وفا و پر ستم و خوت

چاته فريادي شم جفا کار زما صنم وخوت

څو به ستا له لاسه نازنينې د زړه وينې خورم

ستا د بېرحمۍ څپېړې زړه باندې سنگينې خورم

دغه زما حال دى اندېښنې دا ستا د مينې خورم

وکړه يو نظر د مينې ستا په خيال مې دم وخوت

نور عالم کل واړه زندگي لري خندا سره

دا خو بخت زما دى الوده غم و سودا سره

زړه زما بلد شو اندېښنو وير و ژړا سره

څه وکړمه خدايه په نصيب مې د يار غم وخوت

چاته ستا له لاسه دا زخمي زړگى ښکاره کړمه

څوک به مې عرض واخلي که گرېوان پاره پاره کړمه

ستا د ظلم و زوره به نگاره څه چاره کړمه

بس کړه ظلم پرېږده له زخمي زړگي مې نم وخوت

زه حيران مجبور شوم فريادي درته راغلى يم

اور مې په سر بل دى لکه شمع سوزېدلى يم

مرمه نه روغېږم له ډېر درده کړېدلى يم

ولې دې غماز په در کې مانه مقدم وخوت

وېشنيزه:محمد عالم حيران وېشنيزه:شعرونه ز

Advertisement