Fandom

شعرونه

زړگي ولږي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د اجل غى به مې سم په خوږ زړګي ولږي
چې په ديدن د خوږ اشنا مې پابندي ولږي

بدن مې ټول شي څانګې ، څانګې په يوه لحظه کې
چې زما شونډو نه دې ښکلي اننګي ولږي

زما دمړاوو شونډو مړې غوټې به بېرته ګل شي
چې د الزام مهر رقيب ته په تندي ولږي

زه به ښېرې کوم جانانه ته امين پرې وايه
دا رقيبان خودې په تبه د مرګي ولږي

څېرې ګريوان ګونه مرګونې ستاسو چم کې ګرځي
ځکه تړون باندې الزام د ليوني ولږي

کونړ - ١٣ – ١٢ – ١٣٧٨

Also on Fandom

Random Wiki