Fandom

شعرونه

زړگي کې شته دی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

رنځور احساس او زخمي درد مې په زړګي کې شته دى
د يار نازونه ادا ګانې مې تندي کې شته دى

په ما يې ټول کلى خبر کړه چا يې غږ واورېده
طاقت د شور او د شرنګا په مات بنګړي کې شته دى

لکه د وران کابل په غېږ کې د باروتو دوړې
داسې انبار زما په ستړي اسويلي کې شته دى

زه پرې مېن يمه خپل ځان مې ترې لوګې ، لوګى که
زما د وينو رنګ د يار په اننګي کې شته دى

ګودر خمار دى په مزه مزه چمبه غږ وي
تاثير د مينې هم د پېغلې په منګي کې شته دى

" تړونه " وشلوه ګرېوان دې تر لمنې پورې
د محبت جذبه په هر يوليوني کې شته دى

ګونړ – عمراخان لېسه - ٤- ٤ – ١٣٧٨

Also on Fandom

Random Wiki