ستا غم چې کله راشي نو ترډيره وي همدلته
زما له خاطرو ځيني چاپيره وي همدلته
هيڅ راز ترينه زما د ژوندانه نه وي پناه
دزړه تاخ مي هميش ورته برسيره وي همدلته
رښتيا نه مي د ژوند لاره ليدلي نه د خوند
شيبي زما دژوند ټولې په ويره وي همدلته
له هري خوانه راشي کتارونه جنازې
مرګونه چې زمونږ وي نو بي شميره وي همدلته
اوښکي دسترګو به ترڅو په خپل پلو پټوم
کور شي راته اور، غم ترګوره وي همدلته
وېشنيزه:شعرونه س وېشنيزه:فريده هوډ سيفي