FANDOM


ته د حسن په جهان كې يوه بېله دنياګۍ يې

ته د ګل غوندې خائيسته يې ته د ګل غوندې تنكۍ يې

حرارت لرې د مينې سوزوې مې هر اندام

كه دې ور كړ خپل مين ته دسركو شونډو ډك جام

ښه پوهېږم په يو ګوټ به يې ټول عمر كړې تمام

ږدې له ناز او له غروره هر قدم په سر د بام

بياچې راشې كله،كله په سكڼي،سكڼي ماښام

ته غزل زما د زړه يې ته ټپه ته نيمكۍ يې

ته د ګل غوندې خائيسته يې ته د ګل غوندې تنكۍ يې

دنظر آئين دې راكړه داخپل ځان پكې لږ ګورم

زه دا خپل ريښې،ريښې څيرې ګرېوان پكې لږ ګورم

ستا د مخ روښانه لمر دعشق جهان پكې لږ ګورم

ستا د غونډې زنې څاه او زنخدان پكې لږ ګورم

چې يې توان لرم كه نه دعشق زندان پكې لږ ګورم

ته زما د عشق رسۍ يې ته مې غاړه كې زندۍ يې

اى زما د مينې ياره چې دې ياد كړم كله،كله

تصور كې تا شيرينه ځان فرهاد كړم كله،كله

له ناكامه مې د زړه رنځ ځان ته ښاد كړم كله،كله

ستا له هجره اشنا خاورې په سر باد كړم كله، كله

له ژوندون نه مرور شم ځان تضاد كړم كله،كله

ته لا پوه نه يې جانانه ته وړوكې يې كمكۍ يې

ته د ګل غوندې خائيسته يې ته د ګل غوندې تنكۍ يې

دنظر آئين دې راكړه داخپل ځان پكې لږ ګورم

زه دا خپل ريښې،ريښې څيرې ګرېوان پكې لږ ګورم

ستا د مخ روښانه لمر دعشق جهان پكې لږ ګورم

ته د ګل غوندې خائيسته يې ته د ګل غوندې تنكۍ يې

ستا په سترګو كې شراب دي ستا په سترګو كې مستي ده

نه پوهېږمه جانانه عشق هستي ده كه نېستي ده

ياره ستا زړه كې عشق نه شته كه زما زړه كې سستي ده

عشق سړى له ژونده باسي كه دا ژوند لره چوستي ده

پرې ږده، پرېږده اى واعظه مينه ژوند لره هستي ده

عشقه ته د (نظير) زړه كې دسره اور يوه سپر غۍ يې

ته د ګل غوندې خائيسته يې ته د ګل غوندې تنكۍ يې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki