FANDOM


ستا په وصال کې چې جهان وينمه

لکه سپرلي کې چې خزان وينمه

هسې ښکارېږي چې جهان خفه دی

چې مې خفه د زړه ارمان وينمه

يو سپېلنی رانه جوړ شوی اورکې

چې دې د مينې ډېر گلان وينمه

زه سرگردانه په خپل گل پسې يم

تاته چې گورم خپل جانان وينمه

له ما نه ورک دی چېرته يې ولټوم

هر خواته گورمه زندان وينمه

زما په مذهب کې خو يوه مينه ده

که داسې نه وي ډېر شيان وينمه

سارا په دې آزمون بری اخلمه

زه خپل مجنون په بيابان وينمه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki