Fandom

شعرونه

سترګو مې رنګ اخيست د تورو شپو نه

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سترګو مې رنګ اخيست د تورو شپو نه

ستا د وصلت د انتظار لمحو نه

تا د صبا په اُميد قتل کړمه

لکه شبنم څاڅم د ګل خوشبو نه

لکه تور داغ د غاټول زړه کې ښکاري

دا غلی زړه ژاړي دا ستا د تلو نه

د خزان رنګ زېړه ګونه کې ښکاري

دا ؤ چې پاڼې د بېلتون راتلو نه

پرېشانې زلفې د ماښام نښه ده

د ډيوې اوښکه ده د لمر لوېدؤ نه

د سارا زړه د ماښامونو ډيوې

تاته ژړېږي شومه دم دردؤ نه

Also on Fandom

Random Wiki