Fandom

شعرونه

ستوري او سپوږمۍ

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصره1 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

غم دې ښه دی لکه سیوری راسره وي

بلا وخت شو دا سرزوری راسره وي

لکه مست نیشه له ځان سره خندیږم

چې هر یاد دې لکه ستوری راسره وي

تش د خدای په توکل په لاره نه ځم

خپل مرام او یو تګلوری راسره وي

له تیارو سره په جنګ کې تنها نه یم

د دنیا هر یو کمزوری راسره وي

دا چې ستوري او سپوږمۍ مې پښو کې رغړي

دا خو ستا د نظر لوری راسره وي

هادي څومره ښه بدنام یم چې یادیږم،

د یو چا د نامه توری راسره وي

۲۹مارچ ۲۰۱۲

سیډني

Also on Fandom

Random Wiki