ويکي شعرونه
Advertisement

چې د يتيم نازکې شونډې اسويلي وسپړي
د درد په ګوتو مې زخمونه د زړګي وسپړي

په خاورو خړ زخمي بشر د شهيد داسې ښکاري
لکه چې مست نسيم غوټۍ د سهارګي وسپړي

مشک وعنبر ئې سلامي کا د خولو خوشبو ته
چې کمر بند ملا نه د جنګ ستړى غازي وسپړي

سېل ئې کوي د جنت حورې د اسمان فرشتې
چې ګرم جنګ کې طالبان ځوانان پټکي وسپړي

خزان، خزان به شي خزانه ستا بدرنګه څېره
د شهيد وينې به سپېڅلي پسرلي وسپړي

د وخت ځوانانو بائېد تاسو خو بيا ذهر وخورئ
چې د سنګر بادونه پېغلو ته پيکي وسپړي

که د زلميو احساس دغه شان ويدۀ پاتې شي
جونې مجبورې دي چې لاسو، نه بنګړي وسپړي

کامياب هغه دى چې د مستې زندګۍ دروازه
د تورو غېږه کې په چيغه د مرګي وسپړي

هلته چې ټول دغلامۍ پړي په غاړه لري
 څوک به لاسونو، نه زنځير د لېوني وسپړي

پښتنې خپل بچيان روزي د انقلاب لپاره
کله ئې وتړي او کله ترې سوزني وسپړي

پکې به ولولي د ستړي ژوند ترخې خاطرې
که هر څوک راشي او کتاب مې د زړګي وسپړي

( مفتونه ) بيا به دې د حورو سره مينه منم
که د سينې پرهر دې شونډې ګلابي وسپړي

وېشنيزه:اکرام الدين مفتون

Advertisement