Fandom

شعرونه

ستړيا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د کال شبګير يم لږ مې خوب ته پرېږده
دلګير دلګير يم لږ مې خوب ته پرېږده

وخته څه وخت خو ذهيريږه پر ما
ډېر زيات زهير يم لږ مې خوب ته پرېږده

دنيا پرست نه يم ظالم نه يمه
د خداى فقير يم لږ مې خوب ته پرېږده

که ته مې پير يې دعاګانې کوه
که زه دې پير يم لږ مې خوب ته پرېږده

ناترسه ژونده زړه دې نه يخيږي
مرګ ته نسکير يم لږ مې خوب ته پرېږده

د شهيدانو له وطنه راغلم
ستړى په وير يم لږ مې خوب ته پرېږده

زه خو دې هسې هم د زلفو دام کې
اشنا اسير يم لږ مې خوب ته پرېږده

وحشته چرته به ( مفتون ) لاړ شمه
بند په ځنځير يم لږ مې خوب ته پرېږده

د يو سفر دوران ١٣٨٠

Also on Fandom

Random Wiki