FANDOM


پسرلي پر مځكه ولوڼل ګلونه په ګلونې ښايسته كړه سمه غرونه
تورو غرو كې سره ګلونه هسې ښكاري لكه ښكاري تور وربل كې سره خالونه
د يتيم په دود چې لوڅ لپړ ولاړ وو بې له پاڼو، د سپېرو ونو ښاخونه
زرغونه نمري پسرلي ورلره راوړه په شنو پاڼو سرې وركړه سينګارونه
ټولو ونو ته يې نوى ژوندون وركړ چې په ژمي هيله نه وه له ژوندونه
يتيم رخه اوس له دوى سره هم كاندي زموږ به څوك راپټوي سر تور سرونه
چې په سيل د پسرلي د ګلو ګرځي زلمي ګل پر پګړۍ ږدي، پر وربل جونه
ځينې دواړې زلفې ډكې كا، له ګلو څوك په غاړه د ګلونو كا هارونه
چې ګلونه ټولوي، سندرې وايي شرمنده كا د بلبلو اوازونه
ښكارندوى غوري پر بيت مي شعر ووې هومره بس دي، نور دې ډك كړي كتابونه
د پښتو د شعر ستورى (نوري نه دى چې د ستورو په شان جوړ كي ښه بيتونه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki