Fandom

شعرونه

سره لیمه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ټول ياران مې د غفلت په خوب ويده دي
زه ورځمه خپل ياران راويښه ومه
د غزا ډول به وهمه هر ميدان کې
شازلميان له هرې خوا را خبرومه
                                         * * * *
خدايه پروت دې په دربار کې يم ژړېږم
زه بندي مرغۍ قفس کې يم پړتېږم
الوتلى نه شمه نه لرم وزرونه
کوم خوا لاړ شمه په چا وکړم عرضونه
که غږ پورته د يووالي او وحدت کړو
ياله يو بل سره کښېنو محبت کړو
څوک مو نه پرېږدي دوه ورځې يارانې ته
سم دستي مو په ژوند بيايي جېلخانې ته

سره لاسونه يې زمونږ په وينو سره دي
ټول ياران مې د غفلت په خوب ويده دي
                                            * * * *
خدايه ته مې د زړګي ارمان پوره کړې
هره خوامې د وحدت چيغه خوره کړې
خدايه بې له تانه نه لرو مونږ لار
ورور د ورور په لاره نه ځي زوى د پلار
شپه او ورځې د يتيم غوندې ژړېږم
زه په خپلو ګناهونو نه پوهېږم
د زړګي له سوزه چيغې راوتلې
لکه شمعې په خپل اوښکو سوزېدلې

نو تر څو بۀ دا زخمي زړه ژړومه
شازلميان له هرې خوا را خبرومه
                                                                  * * *
مونږ خو يو موټى يو ورونه وطن وال يو
راشى وګورى نن مونږه په څه حال يو
ټول جهان خو نن زمونږ په تماشو ده
نه په نورو کې فارسي او نه پښتو ده
بس د يو بيرغ ترسيوري لاندې ژوند کړي
د نيمګړي دنيا ژوند څومره په خوند کړي
نه په چا باندې غرض لري نه کار

Also on Fandom

Random Wiki