Fandom

شعرونه

سر مې جار ستا له نامه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه
ستا نوم مې نقش شوی په ځيگر دی
پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تانه
هر يو ايښي ستا په مينه مال وسر دی
سر مې جارشه ستا د لوړو لوړو غرونه
له غيرته چې هر يو جگ تر اسمان دی
صدقه شم ستا د گرانو پښتنو نه
چې منلۍ ستا خدمت په ټينگ ايمان دی
دښمن کله بری وړی شي له هغو نه
که هر څو مکر و فريب کې پهلوان دی
ميړنو گويا ښکاره کړ له ميړانه
ځکه سور بيرغ هر ځای کې لروبر دی
په هر ځای کې چې اصيل پښتون زاده وي
خاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړي
هغه څوک چې بې غيرت حرامزاده وي
ټيټې سترگې به د بل لور ته ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرگه شرمنده وي
د وگړو د پېغور ځنې به ژاړي
خپل اولاد ته پيغور نه پريږدي له ځانه
هغه څوک چې د سوچه پښتون پسر وي
نارينه توب د پښتنو طبعي عادت دی
بلې بلې چې رښتيا سره پښتون وي
دوی ليدلي د ازاد ژوندون لذت دی
مرگ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون وي
څه ناڅه که يې په کور کې عداوت دی
خو دښمن د پاره بيا په يو تړون وي
پښتون نه دی په شا تللی له ميدانه
ټول جهان و ته ښکاره لکه د لمر دی
چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما ملنگ نه
عاجزۍ کې څه پروا د انسان نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننگ نه
چې په مال و سر ايسار په ميدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د تورې شرنگ نه
خو زما ملنگ جان زړه دی پرې روښانه
نن د هر زلمي په لاس د ننگ خنجر دی

Also on Fandom

Random Wiki