Fandom

شعرونه

سر نشته

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

کاروان لوټېګي ځکه سرنشته

وطن مې وران شو چې رهبر نشته

د ويښ بابا ټبر ويده پراته دي

د ملالۍ غږ لر او بر نشته

دا د کفترو د طوطيانو باغ کې

مردارخور ګرځي سپين وزر نشته

لوړو ژوروکې به باز ګرځيده

نن هغو تړو کې شاهپر نشته

په ښکلي کور،کلي،بانډه کې زما

د مشر غږنشته حذر نشته

دمشورو او د جرګو وطن کې

د دود دستور هغه افسر نشته

دا دشاهين په کور کې څوک کډ شوي

چې بچي ژاړي د کور ور نشته

دا د ميرويس او احمد شاه وطن کې

د خوشحال توره لکه لمر نشته

سارا وطن خو لوټمارانو لوټ کړ

ځکه چې ستا کلي کې سر نشته

Also on Fandom

Random Wiki