Fandom

شعرونه

سـور کـفـن

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

که مړ تاريخ بيا ژوندى نکړم افغان به نه يم
که مردار دا د وخت بچى نکړم افغان به نه يم

د قرا قول او نېکټايي په غلامانو باندې
که بيا حاکم خپلواک پټکى نکړم افغان به نه يم

د حق په سر کې که لمبو ته غاړه ورنکړمه
که زه ځان داسې لېونى نکړم افغان به نه يم

که د دې وخت په دې سرزو رو ظالمانو باندې
يخ د مظلوم ولس زړګى نکړم افغان به نه يم

د مجاهدو ادې ستا ريښې ريښې ټيکري ته
که دا رنګېن جهان لوګى نکړم افغان به نه يم

ستا عاجزۍ ته د وختونو دا مغروره شاهان
هر يو په سور اور سپېلنى نکړم افغان به نه يم

ستا په وصيت که د وطن د آزادۍ ناوې ته
په وينو سور کفن ټيکرى نکړم افغان به نه يم

 ( مفتونه ) ان شاء الله دې خزان وهلي باغ ته
دا خپلې وينې پسرلى نکړم افغان به نه يم

١٣٨٨

Also on Fandom

Random Wiki