ويکي شعرونه
Advertisement

د لمر پر لور مې هڅه کمه له گوربته نه ده

چې مې پر ېوتې اراده له خپل الوته نه ده

که د څانگغوڅ بلبل په څېر مې نغمې ستونې کې مري

لا مې شتۍ وتې د برم پرتم لـه گورته له ده

دا د څو ورځو په غليا او خا موشـۍ مې شه

چوپتيا مې کمه له غوغا شور وبگته نه ده

پر ځان وېسا، ځان بسياينه رابښلې مينې

پر چا تړلې مې هستي لکه پېرو ته نه ده

بل به د چا له لاسه وي، دا توره ورځ را باندې

که د نانډولې زمانې د زور له خرته نه ده؟

د وينو لارې مېړني پرېوای شي

شونې دا چار له کوم نرگته نه ده

زه او رقيب له وبله زور، له مودو پوه يو زړو کې

زموږ تر منځه د څو ورځو مياشتو نـښته نه ده

دي ښه او بد تل د هر چا د کړو وېلاړ زېږنده

دا خو د لاس، تلي تندي له ليک و کوته نه ده

بيا هم د واک تر غمي لاندې ټول جهان دی زما

څه که پر گوته مې هغه سلېماني گوته نه ده

هغه کميس وو د يوسف چې يې يعقوب بينا کړ

دا معجزه پوره له بل کوم عادي خته نه ده

څومره چې تا نيولی ځای زما په زړه کې گلې!

هومره مې بله ښايسته را نژدې زړه ته نه ده

دومره ده ډېره خوږلني ستا د خولگۍ او شونډو

ډکه له هسې خوند مزې مڼه، مندته نه ده

څنگه به ووځې د مينې له وربويه زما

چې مې لا وتې ستا څېره د زړه له وته نه ده

زما د زړه ستنې کږي دي همدا ستا پر لوري

که د سجدې مخه مې ستا د کاله وره ته نه ده

چې له گوگل وکاږي زړه، نښه پرې نه ږدي تر شا

دا خو څه گرانه ستا په شانې د زړه غله ته نه ده

چې ستا د ناز ښکلا انځور وځلولای نه شي

هومره د مينې د باور آيينه مې تته نه ده

چې بشپړ نه شم کړای د سترگو د ښايست غزل دې

روي رديف قافيه هومره هم رانجته نه ده!

اکسفورډ

۹۷/۱/۵

وېشنيزه:مجاور احمد زيار وېشنيزه:شعرونه س

Advertisement