FANDOM


تابه لېونى كړم زه دمينې لېونۍ يم
ګرانه غرڅنۍ يم..................... ګرانه غرڅنۍيم
زه له ښكلا ډكه يم دسرو ګلو غوټۍ يم
ګرانه غرڅنۍ يم..................... ګرانه غرڅنۍيم
 
شور لرم ښكلا لرم
نازلرم ادالرم
سترګې شرابي زما
شونډوكې خندا لرم

حسن ته مې نه رسېږي څوك سپينه سپوږكۍ يم
ګرانه غرڅنۍ يم..................... ګرانه غرڅنۍيم

سره ، سره اننګي زما
ښكلې ده ځواني زما
سپينو ، سپينو لېچو كې
شور كوي بنګړي زما

سور سالو مې سره لمبه زه داور سپرغۍ يم
ګرانه غرڅنۍ يم..................... ګرانه غرڅنۍيم

زه ټوله ستا يمه
ځكه خو دې ستايمه
زه پر تا مينه يم
نن يې درته وايمه

خواته دې راغلې زه كوتره سارانۍ يم
ګرانه غرڅنۍ يم..................... ګرانه غرڅنۍيم
 
ګل يمه غوړېږمه
پاڼه يم رپېږمه
زه هغه سندره يم
ستا په خوله غږېږمه

مسته يم (( نظير قريشي )) ښكلې ګلالۍ يم
ګرانه غرڅنۍ يم..................... ګرانه غرڅنۍيم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki