Fandom

شعرونه

سوالګر او واکمن

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د واکمن حکم جاري دی ماځېګر دی
په دې سیمه د ژوندون لویدلی لمر دی
هرې خواته د قاتل وحشي لښکر دی
ترې غوڅيږي په تنه چې ژوندی سر دی
تنها دلته د انسان مخ ته خنجر دی
نور عالم په غوږو کوڼ دی ناخبر دی

د قاتل لښکر لګیا دی ژوندي ګوري
لا بس نه دي وینې درومي په هر لوري
د زخمي خلکو هډونه دي چې ښوري
اوازونه د زاریو اوري ستوري
بس یو څو کسو ته پېښ د ژوند خطر دی
نور عالم په غوږو کوڼ دی ناخبر دی

له دې سېمې د ژوندون ټغر ټولیږي
او شپه راغله رڼایي د لمر ټولیږي
مړي شميري او کره خبر ټولیږي
له هرلوري بیرته خپور لښکر ټولیږي
دلته مرګ د ژوند په وړاندې زورور دی
نور عالم په غوږو کوڼ دی ناخبر دی

او واکمن ورستي خبر ته انتظار دی
یادو یووړ، دی ماشوم او دغه ښار دی
په کوڅه کې د سوال ټوک ته ناست قرار دی
او په کور کې یې د مور ژوندون بیمار دی
ځنکدن یې دیه، جوړ ورته محشر دی
نور عالم په غوږو کوڼ دی ناخبر دی

وخت د اوس غوندې ماښام دی، ماشوم ژاړي
د مړې مور وجود ته ناست دی، مرسته غواړي
مرګ په خپل ترسره کړي کار کې ویاړي
شپه د اوس غوندې د ورځې پېڅې نغاړي
کور اخیستی د ماشوم چیغو په سر دی
نور عالم په غوږو کوڼ دی ناخبر دی

Also on Fandom

Random Wiki