FANDOM


عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم
دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم
نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم
دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم
زړه ته چې تغمه هره نغمه په زير او بم کې شي
دغه رنګ سازونو ته وخاندم که وژاړم
سم په هر قدم چې بدرګه ورسره غم راځي
دغسې وختونو ته وخاندم که وژاړم
دي مې چې د خيال پښو کې زلفې زولنې دچا
شرنګ د پايزېبونو ته وخاندم که وژاړم
ښه ده ته يې ووايه ستا په خوله به زه کوم
څيرو ګرېوانونو ته وخاندم که وژاړم
جوړ مې له ګوګله لاله زار د يار د مينې شو
دې سوو داغونو ته وخاندم که وژاړم
ته خويې شراب بولې زه وايم نه وینې دي
ستا د لاس جامونو ته وخاندم که وژاړم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki