Fandom

شعرونه

سينګار د زولنو

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

حورې منتظرې دې ديدار د زولنو ته مې
ټول ښکلي حېرانه دي سينګار د زولنو ته مې

شونډې د جانان څه دي ګلاب څه دى غاټول څه دى
ډېر حسن ورکړى رب پرهار د زولنو ته مې

شور د کائېناتو شي خاموش احساس په شور راشي
هر قدم سره مست شرنګهار د زولنو ته مې

دا د وخت تور زړې ظالمان او زورور خلک
هېڅ نه دي که رب کول ګذار د زولنو ته مې

دا له غرور ډکې خو نخورې سپينې او سرې ماڼۍ
نه شي تم کېدى سوي ازار د زولنو ته مې

مړه جذبه ژوندۍ کاندي ويده احساس راويخ کاندي
دا اثر ورکړى رب يادګار د زولنو ته مې

زه خو، ښه په فخر خپل دردمن وار تېروم خو، ته
شې به وار خطا غليمه وار د زولنو ته مې

وه ګرانه ( مفتونه ) ترې پېغام د ازادۍ واوره
غوږه شه په ګونګۍ ژبه اظهار د زولنو ته مې

د وخت ستر ديني عالم د قلم او د توري اتل او سپېڅلي جهادي رهبر د مولوي محمد يونس خالص بابا د شعر په انداز.

Also on Fandom

Random Wiki