Fandom

شعرونه

سپين مخونه تور کودي شي په پيرۍ کې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سپين مخونه تور کودي شي په پيرۍ کې

سم قدونه کوږ لرګي شي په پيرۍ کې

لکه شمع د سحر آفتاب د ژمي

هم بې تاب و هم زېړئ شي په پيرۍ کې

يو طرف ته ئې سر رېږدي بل خوا درومي

خپل صورت تمام پردئ شي په پيرۍ کې

مړ لا ښه وي پس له مرګه بيا ژوندئ شي

نشته دا چې څوک زلمئ شي په پيرۍ کې

که څه وخوري لکه زهر نه درېږي

نه څه څښئ او نه خوړئ شي په پيرۍ کې

دا ځواني ده چې څه آورې يا څه وينې

نه ليدئ نه آورېدئ شي په پيرۍ کې

ای رحمانه پيرۍ هسې عاجزي ده

که رُستم وي زړه پرې سوئ شي په پيرۍ کې

Also on Fandom

Random Wiki