ويکي شعرونه
Advertisement

جوړه نوې ساحري شوه په جهان کې یې غوغا ده  هلئ زر کوئ چې درومو سینما ده سینما ده طالبان له مدرسې نه ډلې ډلې ورته درومي پیغلو ځان ورته سنبال کړغلې غلې ورته درومي میندو ووړ ماشوم ویده کړ مخ میځلې ورته درومي د رادیو د خولې خبر دی ډیره ښکلی ډراما ده  هلئ زر کوئ چې درومو سینما ده سینما ده  چا پیسې ورته په پور کړې، چا پیدا ورته په غلا کړې چا د مال په خرڅولو چا له بلې خوا پیدا کړې مېرمن سرې دا تورې سترگې خپل خاوند ته په ژړا کړې په قرضونو کې دې ډوب وي نن اخستې یې تنخوا ده  هلئ زر کوئ چې درومو سینما ده سینما ده د صنعت سوداگري ده، د هنر گرام بازار دی دا د علم معجزه ده چې ناپوه وي په کې خوار دی د تهذیب په وسله جنگ دی نوی عصر نوی کار دی که لږ ځیر شئ د پردې نه ها خوا، بله تماشا ده  هلئ زر کوئ چې درومو سینما ده سینما ده  دلته جنگ دلته جگړه ده، دلته فن دلته هنر دی دا مثال د حقیقت دی، را ښکل شوی چې نظر دی د لر بر خبر، جهان کې لکه نمر دی د قوت له وسایلو یوه مال، بله معنی ده  هلئ زرکوئ چې درومو سینما ده سینما ده غلبه په علم بویه هم په مال هم په معنې کې څوک له عقله چې مغلوب شي، ټینگ به نه شي بله خوا کې د صانع عکس ښکاریږي، د هر فلم په رڼا کې عاقبت به یې څه حال شي د خادم دغه سودا ده  هلئ زر کوئ چې درومو سینما ده سینما ده


مولانا قیام الدین خادم د دلوی اته ویشتمه  دیارلس سوه نهه دیرشم کال وېشنيزه:قيام الدين خادم وېشنيزه:شعرونه س

Advertisement