Fandom

شعرونه

شاباس په خپله بربادۍ کې دې حصه واخيسته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

شاباس په خپله بربادۍ کې دې حصه واخیسته

بیا دې په غاړه د بلا مرگونو پړه واخیسته

بیا د څو میندې د زامنو سر ته کښېنولې

بیا دې له څو پښتنو خوېندو نه اسره واخیسته

د شپو امیره، موږ د ژوند لپاره خواست کړی دی

زموږ له لاسو که دې دغه عریضه واخیسته

دا که دې بیا پردو ملکونو ته په کډه کړلو

دا دې نو بیا د خور له سره لوپټه واخیسته

د داسې چا، چې یې هر کار ته ورکوله اوږه

د داسې ژني جنازه مې په اوږه واخیسته

دوی د ماضي په زنگ وهلیو، او ناچلیو سیکو

زموږ له خلکو یوه روښانه آینده واخیسته

دا لېونی دی، دا په خپل مړوند وارونه کوي

د دې سړې که چا له لاسو نه تېشه واخیسته

قراره خواره آخرت ته دې ورخونه تړه

تا خو له ژونده یوه ذره هم خونده نه واخیسته

Also on Fandom

Random Wiki