FANDOM


زما او ستا شاعرانه ارواوې

لکه همځولي ګاونډي ماشومان

له يو بل پټ شي پټپټانی کوي

د خيال په ړنګو کنډوالو کې ګرځي

زما او ستا شاعرانه ارواوې

لکه دوې خويندې ښاپيرۍ په افسانو کې ګرځي

لکه دوې ستړې اوښکې سترګو ته نه راځي

په زړو کې اوسي لکه دوې غبرګې او خوږې سندرې

د زير و بم په جزيرو کې ګرځي

زما او ستا شاعرانه ارواوې

لکه درانه پښتانه

په غم ښادۍ کې په جومات او په حجرو کې ګرځي

په مرکو او په جرګو کې ګرځي

لکه مين او لېوني شاعران

په پښتني مشاعرو کې ګرځي

لکه د خدای د لارې دوه شهيدان

په ښکليو - ښکليو جنتو کې ګرځي

زما او ستا شاعرانه ارواوې لکه جوړه پتنګان

د زيارتونو د ډيوو په سرو لمبو کې ګرځي

لکه جوړه شرابيان په ميکدو کې ګرځي

دومره د يو بل سره مينه کوي

چې آن د يو بل په خوبو کې ګرځي

خو زه او ته له يو بل لرې ګرځو

لکه د يوې پېړۍ او بلې پېړۍ دوه شاعران

لکه د لر او بر په يو او بل مين شاعران

چې د نغمو په ګوتو خدای يادوي

خو په تسپو نه، د بېلتون د ځنځيرو په کړۍ

پېښور، ۵/۱۰/۱۹۹۳

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki