Fandom

شعرونه

شاعران يو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لمدوه مو وچ حلقونه ملنګان يو

دُعاګانې به کوؤ درته مياګان يو

تپوس مکوه چې ولی مو رنګ ژېړ دی

موږ ورکړيدی دا زړونه عاشقان يو

پلو مه نيسه له موږ د اسمان لورې

په ډيوؤ رڼوه سترګې پتنګان يو

ليونۍ مينې رُسوا د عام او خاص کړو

دا سرونه مو چې مات دي ليونيان يو

په يوه ټکي ډاډه اوسۍ يارانو

يار په نيمه لار کې نه پرېږدو ياران يو

که شړې مو که تړې مو خوښه ستا ده

تر درشله دې راغلي مُريدان يو

غريب بيا په نوؤ لومو کې نښتی

سرتېر ولې ګرموۍ موږ شاعران يو

Also on Fandom

Random Wiki