FANDOM


ته می مجنون شه زه ليلا به دی شم

زړګي به درکړم دلربا به دی شم

په کوم نظر چه دی ستا يلي يمه

د هر نظر ساده ښکلا به دی شم

سوچونه ورک به دی له سره کړم

وعده کوم د خولی خند ا به دی شم

زړه دی بايللی تصور کی اشنا

يم پښتنه جا ر د وفا به دی شم

زما شا عر ه اشنا ستا د غزل

د هر يو بيت ‌ټو له معنا به دی شم

راشه وعده د وصال وکړه اشنا

د پاکی مينی انتها به دی شم

دا د ننګرهار « کامله » تاته وايې

د بيلتانه د درد دوا به دی شم

کامله زرلښته طاهر هالنډ