FANDOM


ما په لمبه لمبه موسم کې شاعري کړې ده
زما غزل د هر ګلاب سره سيالي کړې ده
ما د خپل فن دپاره خوښ کړه د خزان رنګونه
جانانه تا له مې غوښتنه د سپرلي کړې ده
ما د وختونو د نظر نه سترګې وېستې نه دي
ما د ولس د هر امېد ثناه خواني کړې ده
هر څه مو بايله خو د دار عظمت مو لوړ وستاتو
دلبرې هر څه چې وه مونږه دلداري کړې ده
ما ته د دشت د تنهايي پېغور په څه راکوۍ
ما خو د زړونو په ماتم کې زنده ګي کړې ده
يار د لالونو په ځای راکړه د خالونو دنيا
ما په دولت د زړه رنګينه جواري کړې ده
ما سايل ستا د غوڅو شونډو ذکر هم کړی دی
ما که قصه چا ته د زړه د لېوني کړې ده

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki