ويکي شعرونه
Register
Advertisement

هر مـلت چې شــاعــر نه لـري نـادار دی

خو شاعر چې قوم نه لري، نو خوار دی

په خپل سر به څوک عالي مرام، سر نه کا

چې روان د قــام په لار شـي، سـردار دی

چې په لاس کښې یې د قــوم، سرمـایه ده

نو شـاعر وي که غریب هم، دنیـا دار دی

چـې په نظــم سره درومي، نــو ملـت شي

خو بې نظمه که کاروان وي هم، بې کاردی

د شــاعر مصــرې دارو، د هغــه قــام دي

چې ورک شوې ترینه ذوق، د ابتـکار دی

د حکـمت گولۍ ته پوښ، د شعر ورکړه

ای د قــام طـبیبــه، قــوم دې بیمــار دی

چـې ټـوټـې ټـوټـی ملــت سره پیــوند کا

دا خــادم، د هغــو خلـکو خدمتــگار دې

مولانا قیام الدین خادم ١٣٣٣ کال د جدي

وېشنيزه:قيام الدين خادم وېشنيزه:شعرونه ش وېشنيزه:بلکا

Advertisement