Fandom

شعرونه

شال

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په لمبو ګام اخله کوثر ته ورځم
دارته لبېک وايم دلبر ته ورځم

راپارولى يم ترخو خاطرو
ډېر بې خطره هر خطر ته ورځم

د سلائي په شان کفن کړم رانجه
چې د اشنا قاتل نظر ته ورځم

د مئين خيال په بدرګه بدرګه
درد يم د عشق د زړه پرهر ته ورځم

د پښتونخوا ناوې يم شال مې نشته
خيبر مې غم نه خوري سپين غر ته ورځم

د ګودر لاره ماته مه راښايه
زه شازلمى يمه سنګر ته ورځم

ډال د مظلوم يمه تندى د ( مفتون )
تل به د هر ظالم خنجر ته ورځم

سور ډنډ - ١٣٨٤

Also on Fandom

Random Wiki