FANDOM


دا څنګه په ناز مکيز په اور بل شال جوړوي
د تورو اوږد و زلفو نه به ټال جوړوي

زمونږ د ځوانيمرګو د زړه ونيې يې زبيښلي
دسپين تندي دپاسه به ترې خال جوړوي
 
مطرب ته د خيال غېږه کې نازبينې پېغلې ناڅي
نغمې د رباب مزو کې په تال جوړوي
 
د شنه ګودر له غاړې نه کوچانې پيغلې راغلې
منګي زمونږ د کلي په کلال جوړوي
 
جانان مې دواړه سترګې توروي اجل مې راغى
رنجو ته سلايي په څه کمال جوړوي