FANDOM


چې خادم بولي څوک ځان د صحاباؤ
په منشور به وي قربان د صحاباؤ

يو ذره به ترې نه اخوا دېخوا نه ځي
وي په لار نېغ روان د صحاباؤ

همېشه به سمسور ساتي په سرو وينو
دا سپېڅلى ګلستان د صحاباؤ

مخالف به د دنيا د رواجو وي
ژوند به يې ټول وي ترجمان د صحاباؤ

هر عمل کې به يې خاص متابعت کړي
جوړوي به ځان په شان د صحاباؤ

هغه چا لره به تندر د اسمان وي
چې هر څوک نه مني شان د صحاباؤ

هم به ځان شهيد وي ګران ( مفتونه )
په ارزو او په ارمان د صحاباؤ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki