FANDOM


كه ته وايې چې زه ګل يم خو والله كه په دې شان يې
كه ته وايې چې جانان يم خو والله كه به جانان يې
داشلېدلى كټ مې خوښ دى په جونګړه كې پوزى خپور
دانوم نه غواړم هېڅ كله چې وا ته په نامه خان يې
دريا په عبادت دې ما نور مه تېر باسه ګرانه
زه دې وينمه چې جال يم ته مې نه وينې جالوان يې
 ستاغروربه ډېر اوچت وي كه زما دحاجزۍ غر
ګوره زه هم يو انسان يم ګوره ته هم يو انسان يې
   ستا دفكر قافلې خو ګورم بلې خواته درومي
زه دې څارمه څاروان يم ته روان يو ړنګ كاروان يې
ستا دعقل فلسفه خو لا ماشوم ده په خاپوړو
لاخو پو نه يې جانانه ته وړوكى يې نادان يې

د نظير يوه خبره نصيحت وګڼه ځان ته
توازن دې برابر كړه كه ته تله د ميزان يې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki