ويکي شعرونه
Advertisement

واه د نور د کرښو تلاوت نه وو نو څه وو دا

جوړ دې په محفل کې قیامت نه وو نو څه وو دا

زما چې د زړګي په درزا ټول عالم خبر شولو

ستا د شوخو سترګو شرارت نه وو نو څه وو دا

نن چې مخامخ شوو زموږ دواړو رنګ الوتی وو

بل که په زړه اور د محبت نه وو نو څه وو دا

چا به چې زما خبره وکړه ته به سره شولې

دا دې که له ما سره الفت نه وو نو څه وو دا

تا به دې د حسن غزل بیا بیا رانه وغوښته

ستا پر ښکلو شونډو باندې ست نه وو نو څه وو دا

ډېرې اوږدې شپې مې ستا د زلفو ذکر وکاوه

وایه که ځانګړی ریاضت نه وو نو څه وو دا

ستاسو په مالت کې هادي ټولو خلکو وپیژاند

رنګ دې که د مینې په تومت نه وو نو څه وو دا؟

۰۷ اپریل ۲۰۱۲

سیډني

وېشنيزه:عبدالهادي هادي وېشنيزه:شعرونه ش

Advertisement