Fandom

شعرونه

شرط

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ستوري رانه وتښتي او توري راته رام نه شي

نن دې له غمونو سره هیڅ رنګه ناکام نه شي

ښکلې په مهینو شونډو دا دعا را تاوه کړه

داسې ورځ دې نه وي چې غزل درته الهام نه شي

زه خو له دې خپلې تنهایۍ سره خوشال یمه

ګوره که د وخت د شرپسندو راته پام نه شي

اوس دې پر بلۍ د سپوږمۍ مخ رڼایي ګورمه

هسک که تر دا منځه د رقیب د کاله بام نه شي

لاس کې دې سیتار،خوږه خندا او لاهوتي سرود

څنګه مې زړګی درته غني نه شي خیام نه شي؟

څوک چې موږه وژني دی هفت سین ورسره ونمانځي

داسې بې ضمیره دې رهبر د چا د قام نه شي

نن یې له رقیب سره د سر د لوبې شرط ایښی

دوا کوه چې ستا غریب هادي پکې ناکام نه شي

۰۶ اپریل ۲۰۱۲

سیډني

Also on Fandom

Random Wiki