Fandom

شعرونه

شنه خوبونه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

وختونه نور شول، دودونه نور دي

جامې شوې نورې، موډونه نور دي

پرون که عيب ؤ، نن شرم ندی

پروردګاره! شرمونه نور دي

د پخواني درد کيسه زړه ده

طبيب بل شوی، دردونه نور دي

نوې نشه ده خُماره وروره

ميکده بله، جامونه نور دي

واړه سوالونه اوس نکوي څوک

خوبونه شنه شول، فکرونه نور دي

ښار ته چې لاړې، څلور که سترګې

پېټي درانه دي، بارونه نور دي

په ښکار کې وينه اوس نه توېږي

نوې دانه ده، دامونه نور دي

له زاړه خوبه راويښ کړی مطرب

ترانې نورې سازونه نور دي

پلو ئې واخله همدې ګڼه کې

سرتېر ليکلي شعرونه نور دي

Also on Fandom

Random Wiki