FANDOM


چې ښکاره په ټول جهان يو افغانانو يو

د تاريخ قهرمانان يو افغانانو يو

سپين مو شان سپين مو نشان مو مرام دى

لاروي د سپين قرآن يو افغانانو يو

شاګردان د انقلاب د مدرسې يو

د جنګونو استاذان يو افغانانو يو

د ستومان ژوند د دردونو په کتاب کې

هر يو باب لره عنوان يو افغانانو يو

راته وخت د ملنګۍ جامې راغوستي

ګنې مونږ خو شهزادګان يو افغانانو يو

قلم توره او کتاب مو معشوقه ده

مونږ سپېڅلي عاشقان يو افغانانو يو

زمونږه هره يوه پېغله ملالۍ ده

شازلميان يې غزنويان يو افغانانو يو

ټول جهان مو اوتر کړى دى( مفتونه )

سر شيندونکي طالبان يو افغانانو يو


د هجرت دوران ١٣٨٧ تقريباً

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki