Fandom

شعرونه

شهيده

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

له ارزوګانو سره ولاړې په ارمان شهيده
تا د خپل قوم لپاره وقف کړ خپل ځان شهيده
دنيا کې هيچا ستا پوښتنه غمخوري و نه کړه
اوس فرياري ولاړې حضور ته د سبحان شهيده
عمر دی ټول د ظالمانو جيلخانو کې تير شو
تا د خپل قوم مينه پرې نه ښوده هيڅ شان شهيده
د خپل زړګي په وينو سور کفن دې ګورته يو وړ
دغه د چا له ظلمه نه وې سرګردان شهيده
د ازادۍ ناوې دی پاتې شوه د بل په کور کې
اوس دی پښتون کاندي په ځای ستا د ارمان شهيده
زه ملنګ جان يم مجاور ستا د مزار د خاورو
د عيش پر ستو خلکو نه يم مدح خوان شهيده

Also on Fandom

Random Wiki