ډېر کلونه دي اوښتي پيړۍ ولاړې
شپې او ورځې لکه شګې دخوړ ولاړې
نور هغه کلونه پاتې نه دي زړو کې
څوک دخيال او خوب جهان کې نه راګرځي
نورستان دغرونو زړه کې پټ ساتلي
دسلګونو کلو ورک يادونه غلي
افسانې دي پاتې شوې هاغه وخت نه
دڅپو په ژبه یې سیند ځنګله ته وايي
لمر لا هسې طلايي بګۍ کې راشي
غر لا هغسې ولاړ دی هیبتناکه
سیند هماغسې په تیږو سینه موښي
ځنګل هغسې دباد دکوډ ګر کور دی
شنې کوترې له څاه ګانو څخه راشي
په ځنګله کې د شنو څانګو میلمنې شي
بادته پاڼې په ناز واوړي او راواوړي
رمې وشرنګوي زنګ په خپلو غاړو
لاهم ژوند په نورستان کې په څپو دی
لا بزګر ځوانان سینه پر سیند سړه کا
لا هم پېغلې غټې ګرګې له غره راوړي
لا شپانه په های وهوی نارې سورې کا
مګر خلک داسې وايي پټ یو بل ته
چې درو کې شپه تیاره وي سهمناکه
پس له نیمو شپو چې خلک ټو ل ویده شي
یو ناڅاپه په دره کې یو ورک سیوری
راپيدا شي ناشناخته غوندې یو سیوری
اوږدې زلفې یې د باد څپو ته ناڅي
په تیارو درو کې ګرځي پریشانحاله
هرې سا سره دلام نوم په خوله اخلي
څوک یې هیڅ له نوم او رازه خبر نه دي
دا چې ولاړ ه شي تیاره شپه کې پناه شي
باد یې ورو بې قدم قدم له زمکې
وروسته شپه چې وي لا څو پاره اوښتې
سباوون چې رانږدې شي سپيدې واوړي
چې لا ټول عالم ويده په درانه خوب وي
په همدې لاره درانه ګامونه تیر شي
یو ملنګ غوندې ببر سیوری راواوړي
کړوپ روان وي يو دروند بار یې پر اوږو وي
تور لستوڼي یې لا باد ته تش رپيږي
لویه تیږه یې په ملا پورې تړلې
لا روان وي نا مالوم غوندې لټون کړي
ځینې ځینې شپانه ویني دغه سیوري
ځینې پاک ماشومان وینی دوی په خوب کې
هیڅ څوک نه شي نږدې تللی چې وګوري
دغه سیوري په ریښتیا دي ژوندي خلک
اوکه سیوري دي ، اروا دي ، چې پټ ګرځي
هره شپه په سردرو دنورستان کې
خدای خبر دی څوکلونه پيړۍ اوړي
ژمي اوړي راشي منی شی سپرلی شي
ونې وڅنډي ګلونه پاڼې شنی کا
بیا لغړې شي له ژيړو پاڼو څانګې
پاغوندې د واورو سپينې په نڅا شي
سیند را ډک شي له کنګل کنګل اوبونه
کله خړ سیلاو راکوز له سر دروشي
کله څنډې د ځنګله په تبرو لو شي
کله شنه پټي په خړ سیلاو لاهو شي
مګر ستوري لا هم ډېر وي په اسمان کې
لا د ژوند بوډا ژوندی دی په جهان کې
دغه دوه ستړی ستومانه سیوري ګرځي
په درو په سردرو دلوی وطن کې
چې پیدا کړي پاکه خاوره پاکه زمکه
هلته دمه شي ډک جام د تقدیر وڅښي
چې له وینو څخه پاکه خاوره ښکل کړي
پرې دعشق او محبت کلی آبادکا
له ازله غمجن زړونه په کې ښادکا
هره شپه دوه مساپر پر لاره تېر شي
دیوې زلفې د باد څپو ته ناڅي
بل په شا دتقدیر غر وړي کړوپ روان وي
تش لستوڼي یې لا زانګي لاس یې نشته
ډېر کلونه شول چې نیمه شپه تیریږي
په تیارودرو کې ورو ورو پناه کېږي
دوی د زمکې هره لویشت ده لټولې
پاکه زمکه یې لا هم نه ده موندلې...
وېشنيزه:شعرونه ش وېشنيزه:عبدالغفور لېوال