Fandom

شعرونه

شپې لاړې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د ديدنونو ورځې شپې لاړې
لکه دسيند مستې څپې لاړې

ما درته ويل په هغې لارې مه ځه
تانه منله په هغې لاړې

 په مړ زړګي پسې خيرات مې وکه
پوره په شمار څلور جمعې لاړې

اشنا ستا سترګې مينه نه پيژني
ړندې راغلې وې ړندې لاړې

زه دې د اوښکو سره پرېښودمه
ته غوړېدې اوخندېدې لاړې

د وصال شپه سهار ته نه رسېږي
دشپې راغلې وې د شپې لاړې

تا د ( تړون ) په مينه لوبې وکړې
په مات زړګي يې پوهېدې لاړې

٦ – ٥ – ١٣٨٣

Also on Fandom

Random Wiki