Fandom

شعرونه

صدام

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

یو سړی مخامخ د دار کړۍ ته نېغ ورګوري

یوه رسۍ لکه دده د ژوند اوږده کلونه

لکه دده د زړه په شان بې رحمه

لکه غرور غوندې یې ټینګه غوټه

د لوی اختر سترګه د غره شاته ده

یو سړی مرګ ته روان

یو سړی فکر کوي

سبا به ډیر خلک خوشحاله وي اتڼ به کوي

سبا به ډیر خلک خپه وي یا غوسه به کوي

سبا به ډیر خلک حیران وي

چې زه ښه وم که بد؟

یو سړی څو شېبې له مرګه لرې

د خپلو پاتې نفسونو په شمار

یو څو کسانو ته غوسه دی لکه وږی زمری

یو سړی فکر کوي:

'"'دښمن'"' زه او

دواړه له یو بل څخه غچ اخلو

یو سړی لاهم خپل جلاد سره د خپل عسکر په څېر غږیږي

یو سړی سترګو کې خبرې کوي:

عرب ددې پېړۍ اتل نه لري

دا دی وطن د کربلا او نجف پور ورکوي

او د بغداد د خلافت له ښاره

یو بل حسین پاڅېږي

یو سړی موسک شي او په زړه کې وایي:

پر عربانو به تر دې لوی احسان څوک و نه کړي

یو سړی فکر کوي:

که عرب دا نه مني

یو ځلې بیا به راشم

او له یوې خوا به یې قتل کړمه

یو سړی خپل ضمیر نه ځان پټوی:

که ما انسان وژلی

که زه بې رحمه او وژونکی ومه

نو دومره ښه ولې مرم؟؟

۱۳۸۵ د لوی اختر اول ماښام

Also on Fandom

Random Wiki