Fandom

شعرونه

طالب علم ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

والدينو چې د غېږې نه جدا کړې

يونظرېې ړندوسترگوته عطاکړې

ته خپل غږلره گنبدېې خبردارشه

اوس دې خوښه ده چې هررنگه صداکړې

خدايه ورېځ کړې د حکمت د نيستان څاڅکي

په صدف کې ملغلره بې بها کړې

د مکتب دافق ستړيه لاروييه

ته رڼا به لکه سترگه د صباء کړې

د ژوندون ده يوه ورځ او هغه نن ده

دی پرون درځينې هېر ځکه صباء کړې

لکه سترگه جهان وينې ځان دې هېر دی

ېې عالم ته تماشه چې تماشا کړې

که ذره ېې خو ځانگوېې د انوارو

وي رهرؤ خولمر د علم رهنما کړې

څپودومره سمندر د مصيبت کې

غوپې درکړې چې اخر ېې موج رڼا کړې

ته د قام ېې د زړه شمعه تل بلېږې

په تېرو د خواؤشاباندې ژړا کړې

اې ښوؤنکيه که په سترگو ليدئ نشې

په ذرو کې سرايت لکه ضياء کړې

په صباء به د حمزه د سترگو نور شې

نن په اور د عمل ځان که توتيا کړې

Also on Fandom

Random Wiki