Fandom

شعرونه

عادت

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زړه څومره نازک لکه هنداره وي

دا غمی خو جوړ د چا له پاره وي

څه که دې سپرلی د ښایست خپور شي بیا

زما به پکې برخه هسې خواره وي

خپل کارونه پریږدي موږ ته وګوري

ستا د کلي خلک څه اوزګاره وي

سترګې چې مې ورشي دا په خوب ګورم

شین پټی وي ته وې او شنه باره وي

لا مې دا عادت د کلي پاتې دی

جیب مې ډک له چرسو له کوکناره وي

ستا به هادي هیر او که په یاد به وي

زما خو درته تل سترګې په لاره وي

۱۴مارچ ۲۰۱۲ سیډني/پاراماتا

Also on Fandom

Random Wiki