Fandom

شعرونه

عبدالرحمانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ته يې دوست د پاک الله عبدالرحمانه

ته ملګری د اولياء عبدالرحمانه

ستا مزار ته چې هر چا دي بد کتلي

پرزېدلي پر دُنيا عبدالرحمانه

هم دُنيا هم آخرت يې خپل خراب کړ

چا چې ډز کړی پر تا عبدالرحمانه

دغه کوم خانه خراب، خدای دې خراب کړي

چې يې وران کړو مزار ستا عبدالرحمانه

نه ژوندي د پښتنو پرېږدي، نه مړي

که دوي نه شي يو سلا عبدالرحمانه

ته مئن يې د الله تا ننګومه

دا دُښمن کړه ته تباه عبدالرحمانه

پښتنو لاسونه يو کړۍ نارينه شۍ

مزار ژاړي د بابا عبدالرحمانه

دا بې پته او بې ننګه چې جګ ګرځي

سر يې ټيټ کړه په دُنيا عبدالرحمانه

حق دې خدای حقدار ته ورکړي، ته وېش وکړه

ملت خلاص کړه له بلا عبدالرحمانه

د ژوندو نه پوره نشوه تا ته وايم

په پښتو ده کربلا عبدالرحمانه

Also on Fandom

Random Wiki